د لاس رسي وړ اتصالات

بش: عراق او افغانستان په ایدیولوژیکي مبارزه کی ډیري مهمي جبهې دي


د امریکا جمهور رئیس جورج بوش وایی چی د عراق په باب دده په فیصلې باندی به د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات څه تاثیر ونه کړی، بلکی د هغې تاثیرات به دده په قول د راتلونکو کالو سوله معلوموي.

ښاغلي بوش دا وینا پرون د امریکا په نېشویل کی د مذهبي براد کاسټرانو ملي کانگرې ته وکړه.

هغه وویل چی په عراق کی د امریکا د زیاتو عسکرو اچولو کار کړی، فرقه یی قتلونه کم سوي او القاعده د هغو ځایونو نه وتلې چی یو وخت یې نیولي وې، مگر هغه وویل چی ددې پرمختگ پوره تضمین هم نه سی کیدای، ځکه چی دښمن بدلیدونکی خاصیت لری.

هغه دغي محافظه کاري غونډي ته وویل چی عراق او افغانستان په ایدیو لوژیکي مبارزه کی ډیري مهمي جبهې دي او تروریستان او تندروان به په دې جبهو کی ماته وخوری.

هغه وویل چی د قدرت نه د صدام حسین لیري کول صحیح فیصله وه. د افغانستان په باب ده هغو کامیابیو ته خاصه اشاره وکړه چی په دې وروستیو وختو کی تر لاسه سوي دي لکه په کیلو مترونو د سړکونو جوړول ، ښوونځیو ته د نجونو تلل او همدا رنگه د هلکانو له خوا د کاغذ بادونو چی طالبانو منع کړي وو بیرته شروع کیدل شامل دي.

XS
SM
MD
LG