د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بشري حقوقو په باب په سوډان، چین، پاکستان او روسیې باندی انتقادونه کړي دي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سوډان، چین، پاکستان او روسیې باندی د هغوی د بشري حقوقو د سابقې په باب انتقادونه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقوقو په خپل کلني رپوټ کی وایي چی چین چی سږ کال به د اولمپیک د نړۍ والو ورزشي لوبو کوربه وی، د هغو اشخاصو څارلو، ویرلو، توقیف او بندي کولو ته دوام ورکوی چی د حکومت په خلاف ویناوي کوي.

په دې رپوټ کی چی پرون د سه شنبې په ورځ خپور سوی د سوډان د بشري حقوقو وضعه ویرونکې او ډیره خطر ناکه بلل سوې او په کی ویل سوي دي چی په هغه ملک کی خلک د حکومت د امنیتي قواو له خوا بیله محاکمې وژل کیږی، شکنجې ورکول کیږی، وهل کیږی او پر عزت باندي یې تیری کیږی.

رپوټ په پاکستان باندی انتقاد کوي او وایي چی د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف تیر کال د عدلي مقاماتو د برطرفه کولو، د اساسي قانون د ځنډولو او د ۴٢ ورځو د پاره د اضطراري حالت د اعلانولو فیصلې وکړې.

رپوټ وایي چی د روسیې د بشري حقوقو حال هم تیر کال پسې خراب سوی و .

XS
SM
MD
LG