د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی مقامات د انتحاری حملو په باب ېې تفتېش شروع کړی دی


پاکستانی مقامات واېې چه د هغو دوو انتحاری حملو په باب ېې تفتېش شروع کړی دی چه په لاهور کی پرون وشوه او دېرش کسان ېې ووژل.

تر اوسه لا چا ددی حملو مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی، خو حکومت نن اعلان وکړ دا حملی داسی ډلې کړی دی چه د القاعدې او طالبانو سره ارتباط لری.

په لومړئ چاودنه کی، شل کسان ووژل شول او د لاهور د ښار په منځ کې ېې د پولېسو د ودانئ مخه ورانه کړه.

په دوهمه چاودنه کی چه د اصف علی زرداری کور سره نږدی وشوه، څلور کسان مړه شول؛ چه دوه ماشومان هم پکی شامل وو.

د پاکستان حکومت امنېت سخت کړی دی او د حکومتی ودانېو ډېره کلکه څارنه کېږی. د پاکستان جمهور رېس پروېز مشرف او دملگرو ملتونو عمومی منشی؛ بانکې مون؛ دغه انتحاری حملی وغندلی.

تېر کال په پاکستان کی په دی ډول حملو کی شپږ سوه کسان ووژل شول چه زېاتره حملی ېې په قباېلی سېمو کی شوی وی.

XS
SM
MD
LG