د افغانستان حکومتی مقامات واېې چه په قندهار کی د کاناډا د پوځ ېوه قطار سره نږدی، د موټر بم په ېوه انتحاری حمله کی، ېو ملکی سړی مړ او د ناتو په مشرئ د اېتلافی قواو، ېوه نظامی نقلېه وسېله تباه شوه.
عېنی شاهدان واېې چه په دی انتحاری حمله کی، لا اقل دوه کسان زخمېان شوی دی، چه ېو ېې عسکر ؤ. د طالبانو اسلامی پاڅون، ددغه حمله مسوولېت په غاړه واخېسته.
طالبانو په قندهار ډېر زور لری، او د تېرو دوو کلونو راهېسی د طالبانو او امرېکا په مشرئ اېتلافی او ناتو د قواو تر منځ، ډېر سخت جنگونه شوی دی.
له بلی خوا، نن د کاناډا پوځ اعلان وکړ چه ېو عسکر ېې په افغانستان کی، د جنگ نه په غېر مړ شوی دی. د کاناډا د پوځ قوماندان، ډگر جنرال گې لاروچ، ووېل چه دا عسکر په جنگ کی نه دی وژل شوی.
د جېرېمی اوولېټ په نوم ددی کاناډاېې عسکر مړی په قندهار کی د هغه د خوب په گوټه ومېندل شو.
تر اوسه پوری، د کاناډا پوځ خپل اتېا تنه عسکر په افغانستان کی د ناتو په مشرئ په اېتلافی قواو کی د نظامی مامورېت په دوران کی له لاسه ورکړی دی.
د کاناډا پارلمان به سبا په دی باب فېصله کوی چه اېا په افغانستان کی د خپل پوځ د مامورېت موده د کال دو زره ېولس مېلادی پوری اوږده کړی او که نه.