د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان، پاکستان او سرېلانکا بشری حقوقو وضع 'ډېره خرابه شوی ده'


د امرېکا متحده اېالات واېې چه د افغانستان، پاکستان او سرېلانکا په شمول، د جنوبی اسېا په ډېرو هېوادونو کی د بشری حقوقو وضع ډېره خرابه شوی ده.

د کال اوه د پاسه دو زره مېلادی لپاره د امرېکا د خارجه وزارت کلنی راپور چه پرون خپور شو، واېې په داسی حال کی چه د پاکستان حکومت په پراخه پېمانه خلک په زاندانونو کی غورځولی ؤ، اساسی قانون ېې معطل کړی ؤ، او ستری محکمی قاضېان ېې برطرفه کړی ؤ، پرو سږ کال په دغه هېواد کی د بشری حقوقو حالت ډېر خراب ؤ.

دا راپور د افغانستان په باب واېې چه د افغانستان کمزوری حکومت ددی وس نه لری چه د وسله والو مخالفانو د وژنکو حملو، د انسانانو د قاچاقبرانو، او مخدره موادو د مشکل سره مقابله وکړی.

دا راپور واېې چه د سرېلانکا حکومت هم دی ډېری مودې راهېسی د تامل ېاغېانو سره په جنگ اخته دی او د تشدد او مرگ او ژوبلی سلسله لا روانه ده.

XS
SM
MD
LG