د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد: د چاودنی په باب تحقیقات روان دی


پاکستانی پولیسان وائې، د تحقیق کونکی دهغه بم چاودنی په باب تحقیق کوی چې دشنبی په ورځ په اسلام اباد کې په یوه رستورانت کې شوی وه.

په دغه چاودنه کې یوه ترکېې ښځه وژل شوی او یو زیات شمیر کسان پکې زخمیان شویدی.

دادلونا کیپریسی په نامه ایټالوی رستورانت دی چې ډیر خارجیان، خبریالان او ډیپلوماتان ورځی.

په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت نطاقی کې. میفیلډ kay MAYFIELD‏‏‏)‎وویل، په زخمیانو کې د امریکا د سفارت یو شمیر کارکونکی هم شته دی.

د پولیسو صاحب منصب شاد ندیم بلوچ وویل، دغې چاودنی اوروشینده اوددی علت هغه بم و چې درستورانت ترشا په باغ کې ایښودل شوی.

مقامات وائې، داسی ښکاری چې دغه رستورانت لدی کبله هدف گرځیدلی وی چې خارجیان ورځی او الکهول پکې استعمالیږی چې دا په محافظه کار اسلامی جمهوریت کې یونادره کاردی.

هیچا ددغې چاودنی مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی مگر مقامات ددغې چاودنی ملامتی په القاعده پلوه افراطیانو باندی اچوی.

په اسلام اباد کې دامریکا سفارت دسفر په باب یوه اعلامیه خپره کړیده. په دغه اعلامیه کې له امریکایانونه غوښتل شویدی چې هغو ځایونوته ولاړنشی چې خارجیان ورته زیات ورځی.

XS
SM
MD
LG