د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په پارلمانی انتخاباتو کې محافظه کار مخکی دی


په ایران کې غیر رسمی نتیجی ښئ چې محافظه کار د جمعی د ورځی د پارلمانی انتخاباتو په رایه شمیرلو کې مخکې دی.

د کورنیو چارو وزیر مصطفئ پور محمدی وائې، محافظه کار کاندیدانو تر اوسه پوری یو اویا فیصده څوکې گټلی دی.

توقع ده چې قدرت د ایران د محافظه کارې ډلې په لاس کې پاتی شی، دوه محافظه کاری ډلې دپارلمان ٢٩٠ څوکیو لپاره مبارزه کوی.

د حکومت ماموران وائې، ۴۴ میلونه ایرانیان د رایه د ورکولو مستحق وو چې له دوی نه ‏(‎ ٦٥ ‏)‎ فیصدوئې رایه ورکړیده.

د ایران شورا نگهبان ډیر اصلاح غوښتونکی په انتخاباتو کې د برخی اخیستلونه بی برخی کړیدی. اصلاح غوښتونکو د ۴٥٠٠ کاندیدانونه یوازی کسان کاندید کړی وو.

مگر د ائتلاف نطاق وائې، دغه انتخابات کامیاب وځکه چې اصلاح غوښتونکو ٣۴ څوکې گټلی دی او توقع ده چې ١٥ نوری وگټی.

له دغو محافظه کارو ډلونه یوه ئې د سخت دریځه جمهور رئیس محمود احمدی نژاد سره ارتباط لری.

بله ډله ئې غواړی چې د جنجالی اتمی پروگرام په باره کې د لویدیځ سره اعتدال غوښتونکی دریځ غوره کړی او کیدای شی چې د احمدی نژاد په اقتصادی پالیسی باندی اعتراض وکړی.

په ایران کې انفلاسیون، بی کاری او دتیلو کمبود دوام لری. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وائې، په انتخاباتو کې ټگی برگی شویده ځکه چې رایه ورکونکو گڼ شمیر کاندیدانو ته رایه نشوی ورکولای.

ماموران وائې، د اخری نتیجو اعلانول به ورځی ونیسی.

XS
SM
MD
LG