د لاس رسي وړ اتصالات

دچین پارلمان وین جیاباو د صدر اعظم په حیث بیا انتخاب کړیدی


د چین پارلمان وین جیاباو د صدراعظم په حیث بیان انتخاب کړ چې پدی سره د هیواد د لوړ رتبه مشرانو انتخابیدل بشپړ شول.

ښاغلی وین په ننی انتخاباتو کې یوازینی کس و چې د صدارت د مقام لپاره کاندید و. دی په کمونست گوند کې دجمهوررئیس هوجنتاواو دپارلمان درئیس ‏(‎اوبانگوو‏)‎ نه وروسته دریم کس دی.

ښاغلې وین چې د دوه زره دریم کال نه راپدی خوا د چین صدر اعظم دی، د یوې بلی پنځه کلنی دوری لپاره انتخاب کړی شو.

پخپلی لومړی دوره کې ئې کوښښ وکړ چې د انفلان اندازه راټیټه خو دومره زیات پکې کامیاب نه و او دهیواد بیساری اقتصادی وده ئې راټیټه کړه.

پارلمان پرون د شنبی په ورځ ښاغلی هو دپنځو نورو کلونو لپاره د چین د جمهور رئیس په حیث انتخاب کړ.

ښاغلې هو د ملی کانگرس تقریبآ د درو زرو غړو اکثره رائې لاس ته راوړی. ددغې رائې گیری توقع کیده چې پارلمان د کمونست گوند مازی گوډاگی بلل کیږی.

XS
SM
MD
LG