د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا: په کندهار کې زرو تنو اضافی عسکرو ته ضرورت دی


د کاناډا د دفاع وزیر وائې، دی باور لری چې ناټوبه اضافی ولیږی چې په کندهار کې د کاناډا د عسکرو سره مرسته وکړی.

د دفاع وزیر پیټر ماکائې نن د یکشنبی په ورځ په بروکسل کې د امنیتی چارو په کنفرانس دا خبره وکړه چې لږ تر لږه زرو تنو اضافی عسکرو ته ضرورت دی.

دی باور لری چې د ناټو نور هیوادونه به د ناټو د مشرانو د عالی غونډی په وخت کې چې د اپریل په دوهمه نیټه جوړیږی، ددغوعسکرو وعده وکړی.

د کاناډا پارلمان د پنجشنبی په ورځ د دوه زره یولسم کال پوری په افغانستان کې د خپلوعسکرو دوره اوږده کړه خو پدی شرط چې ناټو اضافی زر تنه عسکر او همدغه راز هلیکپټری او اکتشافی الوتکی هلته ولیږی.

دکاناډا ‏(‎٢٥٠٠ ‏)‎ عسکر د افغانستان په جنوب کې دیره دی. تر اوسه پوری په افغانستان کې د کاناډا شپږ تنه عسکر وژل شویدی.

کاناډا افغانستان ته شپږ کاله پخوا عسکر استولی دی. ښاغلئ ماکائې وائې، د یاغی طالبانو سره جنگ به په یوه ډیره اوږده ستونزه وی.

د افغانستان په نارامه جنوب د امریکا، بریتانی او کاناډا زیات شمیر عسکر دیره دی چې د یاغی طالبانو په خلاف جنگیږی.

کاناډا د ناټو په نورهیوادونو باندی انتقاد کوی چې خطرناکو سیموته خپل عسکر نه لیږی.

XS
SM
MD
LG