د لاس رسي وړ اتصالات

په تاریخي ډول، بندیزونه تر کوم ځایه خپل هدفونه تر لاسه کړې دي؟


په عمومي توگه، کله چې د غیر پوځي لارې نه د یو حکومت د بدلولو هڅه کیږي پر هغه هیواد اقتصادي بندیزونه لگول کیږي.

خو بندیزونه یوه لانجمنه لار ده او موثریت یې هم څرگند نه وي. په تاریخي ډول بندیزونه تر کوم ځایه خپل هدفونه تر لاسه کړې دي؟

نړیوالو بندیزونو د اپارتائید په ختمولو کې رول ولوباوو. فرانسس کورنیگې په جوهانزبرگ کې د سیاسي علومو په مرکز کې څیړونکی دی.

هغه وایی: ”کله چې د جنوبي افریقا سیاسي او اقتصادي انزوا د وسله پاڅون سره یوځای شوه، د اپارتائید رژیم ته پرخلکو کنترول گران شو او په دې پوه شو چې قدرت ته ادامه ورکول به د هغوی آینده نوره هم خرابه کړې چې بالاخره یې تر ټولو غوره لار خبری اترې وبللې.

په جوهانزبرگ کې د اقتصادي چارو مشاور، آزر جامین وایي د په سپورتي او کلتوري نړیوالو کې د جنوبي افریقا پر گډون بندیز تر اقتصادي بندیزونو هم ډیر موثره وو.

هغه زیاته وي د افریقا د ملي کانگرس سره خبر اترو ته د هغه وخت د جمهور رئیس فریډرک دی کلارک د چمتووالي علت یواذي بندیزونه نه وو.

هغه وایی: ”په ١٩٨٩ کال کې د سیمې په سیاسي وضعیت کې دراماتیک بدلون راغی. او د ١٩٩٠ د فروري په دوهمه د جمهور رئیس ډی کلارک لخوا د افریقا ملي کانگرس ته د سیاسي فعالیت پریکړه یو تصادف نه وو بلکې د برلین د دیوال د نړیدلو نه څلور میاشِي پس دا کار وشو.

پر لیبیا باندي د اقتصادي بندیزونو نتیجه هم د بندیزونو یوه بریالی بېلگه بلل کیږي چې هغه هیواد یې د لاکربی د بمونو مسؤلیت منلو ته اړ کړ او ورپسې یې د ترهگری د ملاتړ نه هم لاس واخیست.

په امریکا کې د لیبیا سفیر علي عجولي وایي نړیوالې دپلوماتیکې هڅې ډیرې موثره وې: ”بندیزونه د نورو هیوادونو د پالیسي د بدلولو لپاره نه وي. بندیزونه د خلکو پر ورځني ژوند تاثیر کوی.

څیړونکې په دې اند دي چې زیاتره وخت اقتصادي بندیزونه عادي خلکو ته تکلیف رسوي او د بندیزونو د لگیدلو د عواملو د منځه وړللو نه ډیر وروسته یې پر اقتصاد باندي بد تاثیرات څر گندیږي.

په لنډه توگه باید ووایو چې بندیزونو هیڅ وخت بې مخالفت نه وي، او د عراق د قضیې په څیر سرغړونې هم کیږي."

اقتصاد پوه جامین وایي نړیوال اقتصاد تر دې حده سره اړوند شوی دی چې اوس حکومتونو پر تجارتي راکړه ورکړه ډیر لږ واک لري: ” د نړی اقتصادي چاپیریال د نړیوال کیدو له امله ورځ پرورځ پر یو هیواد باندي اقتصادي بندیزونو لگول نور هم گران شوي دي."

څومره چې د نړی اقتصاد نړیوال کیږي همغومره د بندیزونو موثریت کمیږي؛ خو بیا هم داسي ښکاري چې د بندیزونو نه د یو ډول نړیوال فشار په توگه کار اخیستل کیدای شي چې د پلوماتیکو هڅو او پوځي مداخلې ترمنځ یوه مرحله ترسره کړې.

XS
SM
MD
LG