د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلېمان خپله اولنى غونډه وکړه


د تېرې مېاشتى په پارلېمانى انتخاباتو کې د دغه هېواد د جمهور رئېس پروېز مشرف گوند مات سوى و. نن ددوشنبى په ورځ سخت امنېتى اقدامات نېول سوې وو، ځکه چې د پاکستانى د ملى شورى درى سوو غړېو د وفادارى لوړه وکړه.

رپوټ وايي چې پروېز مشرف د خپلى سېاسى بقا لپاره له ېوې مبارزې سره مخامخ دى، ځکه چې دهغه مخالفېنو د فبرورى د مېاشتى په اتلسمه نېټه د ملى شورى انتخابات وگټل.

د وفادارى له لوړې نه وروسته وکېلانو پخوانى صدر اعظمى بېنظېر بهټو ته چې د تېرکال په ډېسېمبرکې د بم په ېوه چاودنه کې وژل شوې وه دوعا وکړه.

د مېرمن بهټو خاوند اصف على زردارى او ښاغلى شرېف په پارلېمان کې د ملاقات کوونکېو په هال کې له ېوبل سره ېو ځاى شول او د پارلېمان د غونډې ننداره ېې کوله.

رپوټ وايي په انتخاباتو کې د پېپلز گوند د وژل شوې مشرې بېنظېر بهټو پلوېانو ډېرې چوکۍ گټلى دى. دغه گوند دا پلان لرى چې له خپل مخالف گوند سره چې د پاکستان د مسلم لېگ نواز شرېف په نامه ېادېږى اېتلاف وکړى.

نواز شرېف پخوا د پاکستان صدر اعظم و. نن د وخته د مېرمن بهټو خاوند اصف زردارى چې اوس د پاکستان د پېپلز گوند مشر دى د پارلېمان په غونډه کې ووېل چې د پارلېمان غونډه د دېموکراسى په لورى اولنى قدم او د دېکتاتورى د پاى وروستى قدم دى.

د پاکستان مخالفو سېاسى گوندونو وعده کړېده چې هغه پخوانى قاضېان بېرته برحاله کړى چې ښاغلى مشرف برطرف کړل او په ټول هېواد کې د سترو مظاهرو او اعتراضونو سبب شول.

XS
SM
MD
LG