د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو خپلو پولیسو د کوسوو له شمالي برخې څخه د وتلو امر کړی


ملگرو ملتونو خپلو پولیسو د کوسوو له شمالي برخې میتروویکا څخه د وتلو امر کړی چې په دغه سیمه کې له سربي ملت پالو سره جگړه نوره هم توده شوې ده.

بلواگانې هغه وخت پیل شوې چې نن د جمعې په ورځ سهار وختي د ملگرو ملتونو پولیسو او د ناټو سوله ساتونکو د هغې محلي محکمې د ودانۍ د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل چې د تیرې جمعې په ورځ سربانو نیولې وه.

بلواگرو سربي ځوانانو پر پولیسو حمله وکړه او هغوی یې په تیږو وویشتل. پولیسو په ځواب کې اوښکې بهوونکي گاز استعمال کړل.

په میتروویکا کې درې تنه د ملگرو ملتونو پولیس او د ناټو دوه سوله ساتوونکي په یوې چاودنه کې زخمي شوي دي.

پر سوله ساتونکو باندې د ډزو راپورونه هم خپاره شوي دي. مظاهره چیانو د ملگرو ملتونو پر هغه کاروان هم حمله وکړه چې نیول شوي بلواگر یې انتقالول او درې تنه یې ورڅخه آزاد کړل.

XS
SM
MD
LG