د لاس رسي وړ اتصالات

د سوات په نارامه سیمه کی چاودنه


د پاکستان د پولیسو او دولتي رسنیو په وینا، د دوشنبې په ورځ یو ځان وژونکي کس په شمال غربي ایالت کې خپل بمونه د پولیسو د یو مرکز دننه والوزول او دری افسرانو یې ووژل.

دا پیښه د سوات په نارامه سیمه، چیرته چې پاکستاني پوځ د طالب پلوه وسله والو سره په جگړه بوخت دی، رامنځ ته شوی ده.

برید کوونکی د منگورې سیمې ته نژدې د پولیسو دفتر ته ورننوتی و.

یو ځایې پولیس چې دا حالت یې په خپلو سترگو لیدلې وایې برید کوونکي هغه وخت ځان والوزو چې کله افسرانوپر هغه شک پیدا کړ او تلاشي یې ورته پیل کړه.

د مرگ ژوبلی په اړه محلی پولیسو او دولتي رسنیو مختلف رپوټونه ورکړي دي. د دا ډول بریدونو پړه تردی وړاندی تل طالب وسله والو په غاړه اخستی.

XS
SM
MD
LG