د لاس رسي وړ اتصالات

دالاى لاما: که په تبت کې مرگ ژوبله نور هم پسى خراب شى، نو دى به استعفى وکړى


د تبت جلا وطن او روحانى مشر دالاى لاما وايي که دده په هېواد کې مرگ ژوبله او تشدد نورهم پسى خراب شى نو دى به استعفى وکړى.

هغه نن د هند په شمالى برخه کې په خپله درمساله کې خبرېالانو ته ووېل چې حالات په تبت کې دده له لاسه وتلى دى.

د ېادونې وړ ده چې دالاى لاما د سولى نوبل جاېزه گټلى ده. تردې مخکى د چېن صدر اعظم وېن جېا باو په دالاى لاما ا او دهغه پر پلوېانو باندى دا پړه واچوله چې په تبت کې د مرگ ژوبلى نه ډکو مظاهر و تر شا ددوى لاس دى.

وېن جېاباو ووېل چې مظآهره چېان ددى سبب سول چې درانه تلفات واړوى خو حکومت په ډېره حوصله اقدامات کوى چې مظاهره ختمه کړى.

د چېن چارواکى وايي چې دېارلس تنه بېگناه ملکېان د جمعى د ورځى په بلوا گانو کې د تبت په مرکز لهاسه کې مړه شول.

د تبت هغه جلا وطن حکومت چې په هند کې دى وايي چې د تېرې اونى په ناکرارېو کې ٩٩ کسان ووژل شول. په دې جمله کې هغه ١٩ کسان هم شامل دى چې امنېتى قواو نن د چېن د گنسو اېالت په تازه مظاهرو کې ووژل.

د چېن د حکومت خلاف مظاهرى د همالېه دغرونوپه سېمه اود چېن په نورو برخو کې هم خورې شوېدى. ددوشنبى په شپه ناوخته د تبت شاگردانو په پېکنگ کې د ملتونو لپاره په پوهنتون کې د شمعو د لگولو مظاهره وکړه.

عېنى شاهدان وايي چې د تبت د مرکز لهاسه په سړکونو باندى، زېات شمېر عسکر لېدل کېږى او په هغو مظاهره چېانو پسى کور په کور تالاشى روانه ده چې د تېرې اونى په مظاهرو کې ېې گډون کړى و.

د چېن مطبوعاتو نن په ډېر تفصېل سره دهغو مرگ ژوبلو رپوټونه خپاره کړل چې وايي د تبت ترهگرانو د جمعى په ورځ د هان چېناېانو او چېناېې مسلمانانو خلاف کړېدى.

د چېن سرکارى مطبوعاتو دغرب د مطبوعاتو په رپوټونو باندى انتقاد کړېدى او د چېن د حکومت له اقداماتو نه دهغه څه په مقابل کې دفاع کړېده چې دوى ورته جنايي فعالېتونه وايي.

چېن په تبت باندى له ١٩٥١ مېلادى کال راهېسى ېعنى تقرېبا له اوه څلوېښتو کلونو راهېسى حکومت کوى. دالاى لاما او دهغه په زرگونو پلوېان په ١٩٥٩ مېلادى کال هند ته وتښتېدل.

هغوى دچېن د حکومت خلاف ېو ناکام بغاوت کړى و. چېن دالاى لاما په دى محکوموى چې د تبت داستقلال لپاره مبارزه کوى. خو دالاى لاما وايي چې دى د خپل هېواد دازادى لپاره مبارزه کوى.

XS
SM
MD
LG