د لاس رسي وړ اتصالات

رایس او گیتس نن د روسیې له چارواکېو سره وکتل


د متحده ایالاتو د خارجه چارو وزیرې کنډولیزا رایس او د روسیې د خارجه چارو وزیر سرگې لاوروف په اروپا کې د امریکا د مزایلو د دفاعي سیستم د لگولو پر سر د جنجال د حل کولو لپاره خوشبیني ښودلې ده.

د امرېکا د خارجه چارو وزېره کنډولیزا رایس او د دفاع وزیر رابرټ گیټس نن روسیې ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د هغه هیواد له چارواکېو سره وکتل او په پولنډ کې د امریکا د مزایلو د لسو دفاعي مرکزونو او د چک په جمهوریت کې د راډار د لگولو پر سر یې ورسره خبرې وکړې.

خارجه وزېرې رایس له دې وړاندې ویلي و، پدې خوشحاله ده چې د روسیې له واکمن جمهور رئیس ویلادمیر پوټین او د هغه هیواد د راتلونکي جمهور رئیس دیمیتري میدویدوف سره یې خبرې کامیابې وې.

د دفاع وزیر رابرټ گیټس وايي ددې امکان شته چې په راتلونکي جنوري کې د د جمهور رئیس بوش د دورې له ختمیدو مخکې، د میزایلو ددغه دفاعي سیستم د جوړولو پر سر موافقه وشي.

میرمن رایس او د دفاع وزیر رابرټ گیټس د روسیې د حکومت له سیاسي مخالفینو سره هم کتلي دي.

XS
SM
MD
LG