د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: امرېکاېې قواو نن په ېوه کلی باندی حمله وکړه


د افغانستان د حکومت مامورېن واېې چه امرېکاېې قواو نن په ېوه کلی باندی حمله وکړه او د دوو ماشومانو او ېوې ښځی په شمول ېې شپږ کسان ووژل.

مامورېن او د کلی خلک واېې چه دا پېښه نن دوخته په خوست کی وشوه.

دری سړي هم په دغه حمله کی ووژل شول. د امرېکاېې قواو ددی برېد په باب نور تفصېلات نه دي ورکړل شوی.

دا پېښه فقط ېوه ورځ وروسته دهغی نه وشوه چه د هېلمند ولاېت له خوانه د افغانستان د پارلمان غړېو او د سېمی اوسېدونکېو ووېل چه پرون د ناتو ترقوماندې لاندی د اېساف قواو په ېوه هواېې حمله کی دېرش کسان ووژل او په دې ملکی خلک هم پکی شامل دی.

خو د اېساف نړېوالو قواو د ملکی خلکو د وژل کېدو خبره رد کړی ده او واېې چه په دغه هواېې حمله کی دولس تنه طالبان وژل شوی دی.

د ناتو او اېتلاف قواوې واېې چې د خپلو نظامی عملېاتو په وخت ډېر تاکېد کوی چه ملکی خلک ونه وژل شی.

فعلا په افغانستان کی د امرېکا، ناتو او افغان قواوې په شرېکه د طالبانو د خونړی پاڅون د زپلو له پاره د هېواد په جنوبی او ختېزو برخو کی د طالبانو سره جنگېږی.

او یو بل خبر وایی چی ملگرو ملتونو د افغان حکومت نه غوښتي دي چی په بشري حقوقو باندی تیری کونکي محاکمه کړی.

ملگرو ملتونو د افغان حکومت نه غوښتي دي چی په دې برخه کی چی په بشري حقوقو باندي تیري کونکي عدالت ته را کش کړی، خپلي هلي ځلي زیاتي کړی.

په افغانستان کی د بشري حقوقو لوړ رتبه مامور، نورا نیلاند، پرون وویل چی د هغو خلکو آوازونه چی ظلمونه پر شوي، باید چی واوریدل سی.

اکثره جنگ سالاران چی د افغانستان په دیرش کلنه جگړه کی په بشري حقوقو باندي په تیریو تورن دي، اوس د پارلمان غړي دي؛ او ځیني یې په دولت کی لوړي چوکۍ لری.

د بشري حقوقو مؤسسو د ٢٠٠٦ کال د ډیسیمبر په میاشت کی د جمهور رئیس حامد کرزي نه وغوښتل چی ژر د حقایقو د پیدا کولو او روغي جوړي محکمه تاسیس کړی چی په تیرو دیرشو کالو کی د جنگي جنایاتو او په بشري حقوقو باندي د تیریو تورن کسان محاکمه کړای سی.

XS
SM
MD
LG