د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د اولسى جرگې غړېو خپله اولنى ښځه رئېسه ټاکلى ده


د پاکستان اولسى جرگې دراېو په اکثرېت باندى ډاکټره فهمېده مېرزا نن د چارشنبى په ورځ دملى شورى د رئېسې په توگه وټاکله.

نوموړې د پاکستان د پېپلز گوند غړې، او د سند هه په اېالت کې خپل کاروبا رلرى. هغه ډاکټره ده او درى ځلى مخکى هم پارلېمان ته انتخاب شوې وه.

رپوټ وايي دهغې انتخاب په پاکستان کې د قدرت دانتقال ډېره مهمه نښه گڼل کېږى او په دې ترڅ کې، د تېرى مېاشتى له ملى انتخاباتو نه وروسته د پېپلز گوند د پاکستان د جمهور رئېس پروېز مشرف پلوېانو ته ماتى ورکړه.

رپوټ وايي چې هغه د اصف على زردارى چې اوس د پېپلز گوند مشر او د پخوانى وژل شوې صدراعظمى بېنظېر بهټو خاوند دى، نېژدى سېاسى انډېواله ده.

په عېن حآل کې د ښاغلى زردارى نولس کلن زوى بېلاول بهټو زردارى نن پاکستان ته رسېدلى دى، له هغه نه دا توقع کېږى چې د پاکستان لپاره په راتلونکى اونى کې نوى صدر اعظم و نوموي.

دغه نوى صدر اعظم دهغه سېاسى اېتلاف مشرى کوى چې د پېپلزگوند او د پاکستان د مسلم لېگ گوند جوړ کړېدى.

د پاکستان د مسلم لېگ گوند مشرى پخوانى صدر اعظم نواز شرېف کوى. کله چې بېنظېر بهټو دهغه مور مړه شوه نو د پېپلز گوند بلاول زردارى ددغه گوند مشر په توگه وټاکه.

خو دهغه پلار اوس د گوند مشري کوى اوبېلاول په لندن کې د خپلو زده کړو په بشپړولو باندى لگېا دى.

سېاسى تحلېل کوونکى وايى ددې توقع شته ده چې آصف زردارى د صدر اعظمى لپاره خپل خواهش څرگند کړى، که څه هم هغه ددى وړندى ځکه چې د پارلمېان غړى ندى.

XS
SM
MD
LG