د لاس رسي وړ اتصالات

'ډلاې لاما، ېو لېوه دی چه د بوداېې راهب جامی ېې په غاړه کړی دی'


په ټېبت کی د چېن د کمونست گوند ېو لوړ رتبه مامور واېې چه چېن په ټېبت کی د روحانی مشر، ډلاې لاما سره، د هغه په قول، په داسی حال کی د مرگ او ژوند په مبارزه باندی اخته دی، د چېن حکومت کوښښ کوی چه روانه ناکراری کنترول کړی.

دغه لوړ رتبه چېنی مامور، ژانگ کوېنگ لی، چه وېناېې د چېن په رسمی مطبوعاتو کی خپره شوی ده واېې، د ټېبت جلا وطن مذهبی مشر ډلاې لاما، په واقعېت کی ېو لېوه دی چه د بوداېې راهب جامی ېې په غاړه کړی دی.

ژانگ کوېنگ لی، د چېن د کمونست گوند د سازمانونو د غړو نه وغوښتل چه په دښمن دی حمله وکړی او د ټېبت د اوسنئ وضعی د ارامولو لپاره باېد زېار وباسی.

تېره هفته د چېن د کنټرول په خلاف په ټېبت کی سوله اېزې مظاهری شروع شوی، چه بېا ورو ورو ېې د تشدد او اخ او ډب شکل غوره کړ.

د چېن حکومت ټوله ملامتېا د ډلاې لاما په سر غورځوی، خو نوموړې په روانو ناکرارېو د لاس لرلونه انکار کوی.

د چېن حکومت واېې چه تقرېبا د ېارلس کسان د ټېنېت په مرکز لاسا کی په روانو مظاهرو کی مړه شوی دی، مگر د ټېبت جلا وطن حکومت واېې چه لا اقل نهه نوي کسان مړه شوی دی.

د بشری حقوقو طرفداران واېې چه د چېن امنېتی قواو تر اوسه پوری په سالگونو مظاهره چېان نېولی دی، چه ددی جملی نه نهه سوه کسان د شنبی او ېکشنبی په ورځ په لاسا کی ونېول شول، مگر د چېن خبری اژانس سېنهوا ېواځی د ېوسلو پنځوسو کسانو د نېولو خبره منلی ده.

XS
SM
MD
LG