د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان نوي صدر اعظم د قاضېانو د خوشى کولو امر وکړ


د پاکستان نوي منتخب صدر اعظم امر کړېدى چې هغه ټول قاضېان ازاد کړى چې د تېر کال د اضطرارى حالت تر قانون لاندى توقېف شوى ول.

د پاکستان نوي صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى امر کړېدى چې سمدلاسه دې ټول قاضېان چې پروېز مشرف د اضطرارى حالت د اعلان په وخت کې بندېان کړى وو راخوشى شى.

د پاکستان نوى صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى دا اعلان ېو شېبى وروسته له هغه نه وکړ چې د پاکستان ملى شورى هغه ته راېې ورکړى.

وروسته بېا چارواکېو د پاکستان د سترى محکمى د پخوانى رئېس افتخار چوهدرى د کور له مخى نه ټول خنډونه اوبندېزونه لېرى کړل.

ښاغلى چوهدرى له څو مېاشتو راهېسى په خپل کور کې نظر بند و. ېوه لنډه شېبه وروسته معزول شوى قاضى د خپل کور برنډې ته را ښکاره شو. دا لومړى ځل و چې هغه څلور مېاشتى بند نه وروسته هلته راښکاره سو.

افتخآر چوهدرى د هغو قاضېانو له جملى نه و چې پروېز مشرف هغه بندېان کړل چې دهغه د بېا انتخابېدو په هکله ېې قانونى پوښتنى کولى.

ښاغلى رضا گېلانى ووېل چې دى به دېوداسى پرېکړه لېک غوښتنه وکړى چې د بېنظېر بهټو د قتل په برخه کې ملگرى ملتونه تحقېقات وکړى.

نېژدى ېوه مېاشت به کېږى چې د پاکستان د جمهور رئېس پروېز مشرف سېاسى ملاتړ په عمومى انتخاباتو کې مات شول.

د پاکستان پېپلز گوند، نوى صدر اعظم د پارلېمان پخوانى نطاق او رئېس ېوسف رضا گېلانى د شنبى په ورځ د دغې چوکۍ لپاره وټاکه.

رپوټ واېې تمه کېدله چې ېوسف رضا گېلانى به دغه راېې وگټى ځکه چې دده گوند او ددوى اېتلافى ملاتړ د پاکستان په ملى شورى کې ډېر غټ اکثرېت لرى.

ښاغلى گېلانى په اولسى جرگه کې ٢٦۴ راېې گټلى دى. ېوازېنى رقېب چې هغه درلود هغه چوهدرى پروېز الهى و چې د پاکستان د مسلم لېگ غړى و چې د پروېز مشرف طرفدارى کوى. هغه ۴٢ راېې گټلى وې.

ښاغلى گېلانى د مېرمن بېنظېر بهټو د صدارت په دوېمه دوره کې د ملى شورى رئېس و.

پردې سر بېره هغه څوکلونه د ادارى فساد په تورونو باندى په زندان کې هم تېرکړېدى. وېل کېږى چې دغه تورونه په سېاسى لحاظ په هغه لگول شوي ول.

دا هم وېل کېږى چې نوى صدر اعظمى د پېپلز گوند د مرستېال او د بنظېر بهټو د خاوند اصف على زردارى نېژدى ملگرى دى.

رپوټ داهم وايي چې ښاغلى مشرف به د سه شنبى په ورځ نوى صدر اعظم ته د فادارى سوگند ورکړى.

XS
SM
MD
LG