د لاس رسي وړ اتصالات

چېنى وايي حماس کوشش کوى چې د سولى مذاکراتو ته تاوان ورسوي


د امرېکا د جمهورى رېاست مرستېال ډېک چېنى وايي د حماس گوند چې اېران او سورېه ېې ملاتړ کوى ددى کوشش کوى چې د فلسطېن او اسرائېلو ترمنځ د مذاکراتوپه لار کې خنډ ونه پېدا کړى.

ښاغلى چېنى نن ددوشنبى په ورځ په بېت المقدس کې په خپلو خبرو کې ووېل ددې شواهد شته دى چې اېران اوسورېه د حماس ملاتړ کوى.

ښاغلى چېنى په دغو دواړو هېوادونو باندى دا تور ولگاوه چې دوى په دغه برخه کې تر خپلى وسى پورى له هر څه نه کار اخلى.

ډک چېنى دا خبرى وروسته له هغه نه وکړې چې د سهار ډوډۍ ېې د اسراېېلو له صدر اعظم ېهود اولمېرت سره وخوړله.

رپوټ وايي چې د امرېکا د جمهورى رېاست مرستېال اوس ترکېې ته رسېدلى دى او په انقره کې دى. دغى سېمى ته دا د هغه د سفر وروستى او نهمه ورځ ده.

توقع ده چى چېنى به ترکېې ته وغواړى چې له طالبانو سره په جگړه ورسره مرسته وکړى.

هغه به د ترکېې له چارواکېو سره د اېران په مخنېوى کې چې خپل اټومى پروگرام پرمخ بونه زى هم مذاکرات وکړى. انقره له اېران سره ډېرې قوى اړېکى لرى او دخپلو تېلو لپاره پر اېران باندى ډېره زېاته تکېه لرى.

د ېکشنبى په ورځ ښاغلى چېنى له محمود عباس سره په په لوېدېزه غاړه کې د رام الله په ښار گوټى کى په ېوه گډ خبرى کنفرانس کې ووېل د منځنى ختېځ سوله به له اسرائېلو اوفلسطېن دواړو نه ډېر سخت رعاېت او امتېاز وغواړى چې ېوبل ته ېې ورکړى.

ډېک چېنى له محمود عباس سره په داسى وخت کې خبرى وکړى چې ترده مخکى ېې داسراېېلو له جمهوررئېس شمعون پېرېز اونورو لوړ پوړه چارواکېو سره خبرى کړى وې.

XS
SM
MD
LG