د لاس رسي وړ اتصالات

مالکی په شېعه ملېشو باندی د تسلېمئ غږ وکړ


د عراق صدر اعظم، نوری المالکی، نن په هغو شېعه ملېشو باندی چه په بصره د حکومتی قواو سره جنگېږی، غږ وکړ چه ځانونه دې حکومتی مقاماتو ته په درېو ورځو کی تسلېم کړی.

ښاغلي مالکی دا اخطار نن په داسی حال کی وکړ چه نوموړی شخصا په بصره د حکومتی قواو د عملېاتو د رهبری کولو په منظور هلته موجود ؤ.

د شېعه ملېشو په خلاف د عراق د حکومتی قواو عملېات د سه شنبی په ورځ شروع شول.

د عراقی مامورانو په وېنا تر اوسه پوری په سختو نښتو کی څلوېښت کسان مړه دی او دوسوه نور ېې زخمېان شوی دی.

په عېن وخت کی د بغداد په صدر ښار کې هم دواړو خواو تر منځ په تازه جنگ کی لا اقل څوارلس کسان وژل شوی دی او سل کسان زخمېان شوی دی.

جمهور رېس بش نن د عراق په باب د امرېکا په دفاع وزارت کی د بندو دروازو تر شاه د خپلو لوړ رتبه سلاکارانو سره سلا مشوره وکړه او په دی باب غور وشو چه اېا د عراق نه د امرېکاېې عسکر د تدرېجی انخلا پلان وځنډول شی او که نه.

له بلی خوا، په بغداد کی د امرېکا سفارت واېې چه په گرېن زون ېاشنی ناحېی باندی د راکټونو او هوانونو حملی وشوی، چه دری امرېکایېان ېې سخت زخمیان کړل.

په تکرېت کی هم د شک لاندی القاعدې د چرېکانو سره د امرېکاېې او عراقی قواو په جنگ کی د ېوه قاضی په شمول پنځه ملکی خلک ووژل شول.

XS
SM
MD
LG