د لاس رسي وړ اتصالات

نن د لومړي ځل لپاره خارجی ژورنالیستان تبت ته ولاړل


په تېبت کی د سختو مظاهرو او تشدد نه ډکو فسادونو نه وروسته، نن دلومړي ځل لپاره د چېن حکومت د خارجی ژورنالستانو ېوې ډلې ته اجازه ورکړه چه د تېبت د مرکز لاسه نه لېدل وکړی.

ددی خبرېالانو سره د چېن د حکومت ماموران ملگری دی او دوه ورځی به هلته تېروی.

د تېبت د جلاوطنو ډلو د وېنا په اساس، دا مظاهری جه د مارچ په لسمه نېټه د بوداېې راهبانو له خوا د چېن د کنترول په خلاف د اعتراض په ډول په سوله اېزه توگه شروع شوی وې. په کال نور لس سوه نهه پنځوس مېلادی، د چېن د حاکمېت په خلاف د تېبت د خلکو د ناکام پاڅونه وروسته تر ټولو غټی مظاهری وې، چه وشوی.

د چېن امنېتی قواو د مظاهره چېانو د پاڅون د کوبلو په غرض د قوت او زور نه استفاده وکړه. چېن ددی پراخو مظاهرو د شروع کېدو نه وورسته تېبت ته د خارج ژورنالستانو په سفر بندېز لگولی ؤ.

وېل کېږی چه ېوسلو څلوېښت کسان په دغو خونړېو فسادونو کی وژل شوی دی. چېن ټول مسولېت دتېبت د جلا وطن روحانی مشر دلاېې لاما په غاړه ورغورزولی دی.

XS
SM
MD
LG