د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان داقتصاد په برخه کې اندېښنى موجودې دي


د نړېوال بانک ېوه چارواکى پاکستان ته خبردارى ورکړېدى چې که نوى حکومت په بېړه اقدامات ونکړى، نو د پاکستان فعال اقتصاد د خرابى په لورى روانېدلى سى.

د بانک مرستېال پرافل پټېل، د پنجشنبى په ورځ ووېل چې پاکستان ډېر ښه اقتصادى بنسټ لرى خو په دغه هېواد کې د سون او خوراکى موادو لوړېدونکى قېمتونه اقتصادى مشکلات منځته راولى او پر خوارانو باندى سخته بده اغېزه کوى.

ښاغلى پټېل د پاکستان له مشرانو سره په خپل درې ورځنى سفر کې ملاقات وکړ، او نوى حکومت ېې دېته وهڅاوه چې د اقتصادى ثبات د خوندى ساتلو لپاره ېو نظام جوړ کړى.

د ملگرو ملتونو هغه رپوټ چې نن خپور شوېدى د پاکستان د اقتصاد په برخه کې ېې اټکل کړېدى چې ددغه هېواد اقتصادى به د شپږ اعشارېه پنځه په اندازه پر مختگ وکړى.

خو ېو شمېر اقتصاد دانان وايي هغه کسان چې لگښت کوى او هغې پېسى چې کارگر پاکستان ېې له خارج نه کورته لېږى دغه رشد د هغوى په سبب منځته راغلى دى.

دا اندېښنه هم مو جوده ده چې پاکستان په په خساره کې روان دى.

XS
SM
MD
LG