د لاس رسي وړ اتصالات

په ډى سى کې د هېرېټېج فونډېش له خوا، د افغانستان د اېنده په باب، غونډه


په واشنگټن ډى سى کې د هېرېټېج فونډېشن غونډه د افغانستان په برخه کې شروع شوه.

په اوله کې، جېمز کرافانو، د هېرېېټج فونډېش د رئېس مرستېال په عمومى ډول د ترهگرى په نړېواله جگړه باندى خبرى وکړې.

ترهغه وروسته د جنوبى اسېا او اسېاېې مطالعاتو ېوې مشرې څېړونکى، لېسا کرټېس، د افغانستان په باب خبرى وکړى او د بحث موضوع او گډون کوونکې ېې معرفى کړل.

بل مهم غړى، سفېر جېمز ډابنز، و چې اوس د نړېوال امنېت او دفاع د پالېسى په مرکز کې رئېس دى او پخوا افغانستان د خاص نماېنده په توگه لېږل شوى و.

د هېرېټېج فونډېش غړى جېم کرافانو، د ترهگرى د نړېوالى جگړې په برخه کې او د هغوى اړېکى په عراق، افغانستان او پاکستان کې القاعده ته د ماتې په ورکولو په باب کی خبری وکړې.

هغه ووېل: "زه فکر کوم، دوه مهم او بنېادى دلاېل چې ولې عراق په دې برخه کې ډېر مهم دى چې په افغانستان او پاکستان کې څه پېښېږى.

اولنى او ډېر مهم دلېل دى چې په عراق کې القاعده ته ماتى ورکول د القاعده خلاف جگړه کې او هغوى ته ماتى ورکولو کې ډېر مهم او حېاتى کار دى.

ځکه کله چې بن لادن له افغانستان نه واېستل شو، نو هغه خپل عزت له لاسه ورکړ او دا د هغه لپاره ډېر شرم و.

د هغه د تنظېم اولنى هدف دا دى چې دا عزت درناوى بېرته لاسته راوړى او په ېوه بل ځاى کې جگړه وکړى او هلته ېې وگټى ځکه دوى امرېکا ته جگړه نشى راوستلى.

هغوى ېو څه حملى په اروپا کې وکړلې خو ډېرې زېاتى کامېابى نه وې. ېو څه جگړې او حملى ېې په شمالى افرېقا کې وکړې خو هلته هم دومره کامېابى نه وې. نو عراق ېوازېنى ځاى دى چې القاعده هلته مقاومت کولى شى او خپل عزت او وقار بېرته لاسته راوړى، خو داسى معلومېږى چې دا جگړه ېې باېللې ده.

نو په عراق کې د القاعده ماتى په حقېقت کې د بن لادن شخصېت ته داغدار کولو ته ورته دى.

جېمز کرافانو د ترهگرى خلاف جگړې په باب ووېل: "بل مهم پېغام دا دى چې دا جگړه کې په اصل کې د اسلام جگړه د غرب خلاف نده، بلکه د بن لادن جگړه د اسلام خلاف ده.

اکثره خلک چې په دې جگړه کې مړه کېږى هغه مسلمانان دى او ېو شمېر مسلمانان د نورو مسلمانانو له لاسه ووژل شول، نو په دې جگړه کې اکثره خلک د بن لادن قربانېان دى. "

لېسا کرټېس په افغانستان کې د نړېوالى ټولنى د تعهد په برخه کې چې په دغه هېواد کې ثبات راولى او افغانستان ته خپلى مرستى جارى وساتى، ووېل: "نړېوال په خپل تعهد باندى چې په افغنستان کې ثبات راولى او امن پکى تامېن شى، ټېنگ ولاړدى.

خو له دې سره هم دا چې څنگه خپل مشترک ستراتېژېک اهداف لاسته راوړل شى په دې برخه کې اختلافات موجود دى او دا گواښ کوى چې دغه اتحآد آزاد شى.

د ناټو کنفرانس چې په بله اونى کې به وشى دا فرصت به برابر کړى چې په دې خبره غور وشى چې د ناټو مامورېت په افغانستان کې ولى دومره زېات اروپا ېې امرېکاېې او نړېوال امنېت ته مهم دى. "

لېسا کرټس زېاته کړه چې امرېکا په دې لړ کې درې زره او دوه سوه نور عسکر افغانستان ته په خاصه توگه د هېواد جنوبى برخو ته ور لېږى، او په دې ډول به په افغانستان کې د امرېکا د ټولو عسکرو شمېر ٢٩ زرو ته ورسېږى.

هغې ووېل چې په دې ډول د امرېکا د عسکرو شمېر په افغانستان کې له هغو دېرشو هېوادونو له عسکرو نه سره برابر دى چې په افغانستان کې د اېساف په قوه کې کار کوى.

XS
SM
MD
LG