د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو د پاکستان د استخباراتو دوه کارکونکي وژلي دي


پاکستاني مامورین وایی چی نا پیژندل سوو وسله والو کسانو نن په کراچي کی د حکومت د استخباراتو دوه جاسوسان وژلي دي .

چارواکو وویل یاغیانو دغه دوه تنه چی یو محمد ابراهیم او بل فضل الرحمن نومیده ځکه ووژل چی هغوی ته دا معلومه شوې وه چی دغو دوو تنو د استخباراتو د تروریزم ضد ادارې سره چی هدف یې د القاعدې او پاکستاني یاغیانو له منځه وړل دي ، کار کاوه .

تر اوسه چا څه نه دي ویلي چی دا حمله چا کړې ده .

XS
SM
MD
LG