د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی سفیر وایی چی امریکا په ازبکستان کی نظامي اډه نه لری


په ازبکستان کی د امریکا سفیر وایی چی امریکایي قواوي په دې حاضر وخت کی په ازبکستان کی کومه نظامي اډه نه لری چی د هغې نه په افغانستان کی عملیات وکړی ، مگر دوې میاشتي کیږی چی د یوې بلي اډې نه کله کله استفاده کوی .

سفیر ریچارډ نارلینډ وویل چی امریکایي قواوته چی د ناتو تر قوماندې لاندی عملیات کوی د جنوري د میاشتی د ٣١ مي نه را پدې خوا اجازه ورکړه شوې چی په ترمیز کی د یوې اډې نه کار واخلی .

دغه اډه چی د افغانستان سره سرحد ته نژدې ده د اوږدې مودې را هیسي د جرمنی او ناتو د قواو له خوا استعمالیږی او د هغې نه په افغانستان کی د نظامي عملیاتو سره لوژیستیکي مرستي کیږی .

د واشنگټن او تاشکند تر منځ روابط په ٢٠٠٥ کال کی وروسته له هغه خړپړ سول چی امریکا د اندیجان په ښار کی د حکومت له خوا د خلکو د مظاهرو ځپل وغندل او په ازبکستان باندی یې سخت انتقادونه وکړل . او دوې میاشتي وروسته د مرکزي آسیا دغه هیواد امریکایی قواوي د خپلي خاوري نه وایستلې

XS
SM
MD
LG