د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان نوی صدراعظم ژمنه کړیده چې دتروریزم په خلاف به مبارزه کوی قاضیان به بیرته مقرروی :


دپاکستان نوی صدراعظم یوسف رضا گیلان وائې، دتروریزم سره جگړه به دده دحکومت د کارونو په لومړی سر کې راځی .

ښاغلې گیلانی دا تبصره نن دشنبی په ورځ په هغه ویناکې وکړه چې دخپل ائتلافی حکومت دلومړیو سلو ورځو لپاره ئې پلان څرگنداوه . صدراعظم وویل، افراطیت دهیواد لپاره جدی ستونزه ده او حکومت به دهغو افراطیانوسره خبری وکړی چې خپلی وسلی په ځمکه کیږدی .

هغه دا وعده هم وکړه چې هغه لوړرتبه قاضیان به بیرته مقرروی چې جمهوررئیس مشرف برطرفه کړی وو.

ښاغلی مشرف چې دنومبرپه میاشت کې اضطراری حالت اعلان کړنو دسترې محکمې مخالف قاضیان ئې برطر ف کړل .

نن ښاغلې گیلانی وروسته له هغې چې دجمهوررئیس مشرف متحدینو وعده وکړه چې دهغه ملاتړکوی، بی داعتماد له رایه نه دپارلمان بشپړ ملاتړ لاس ته راوړ.

ښاغلې گیلانی چې داوږدی مودی نه دښاغلی مشرف مخالف پاتی شوی، ددی هفتی په سرکې انتخاب شو. دی دوژل شوی پخوانی مشرې بینظیر بهتو دپاکستان دپیپلز دپارټی غړی دی چې دتیری میاشتی په پارلمانی انتخاباتو کې ترټولو نورو گوندونو نه ئې زیاتی رایه وگټلی .

XS
SM
MD
LG