د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبی کوریا وائې، شمالی کوریا نور توغندی ندی توغولې:


جنوبی کوریا وائې، داسی نخښی نښانی نشته دی چې شمالی کوریا دنورو توغندیو دتوغولولپاره تیاری نیسی،یوه ورځ وروسته بیا سټالینی ملک په زیړ سمندرگې کې دلنډ واټن دتوغندیو باړونه وچلول .

دجنوبی کوریا یونظامی مامور نن دشنبی په ورځ وویل،په شمالی کوریا کې غیرمعمول حرکتونه ندی لیدل شوی چې هغه دتوغندیو په توغولو باندی دلالت وکړی .

دشمالی کوریا سمندری قواو پرون دجمعی په ورځ ددغې ټاپووزمی په لویدیځ کې له کشتی نه په بلی کشتی باندی ددرو توغندیو گوزارونه وکړل .

دجنوبی کوریا دجمهوری ریاست ددفترنطاق دغې پیښی ته اهمیت ورنکړ او وائې، ددغو توغندیو توغول د اسی ښکاری چې دعادی نظامی تطبیقاتو یوه برخه وی . هغه وویل، سیول پدی عقیده دی چې شمالی کوریا نه غواړی چې ددواړو کوریاگانو ترمنځ روابطو ته تاوان ورسیږی .

دسپینې ماڼۍ نطاق گورډون جاندور وویل، دجمعی دورځې ازمایښت گټورندی او هغه له شمالی کوریانه وغوښتل چې ددی په ځای دی خپل پام اتمی بی وسلی کولو ته واړوی .

XS
SM
MD
LG