د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې رهبر د لبنان په سیاست کې د منځگړیتوب غوښتنه رد کړې


نن د عربي هیوادونو د مشرانو د غونډې په پیل کې د سورې جمهور رئیس بشار الاسد د هغو تورونو بر خلاف له خپل ملک څخه دفاع وکړه چې وايي سوریه د لبنان په سیاسي چارو کې لاس وهي.

بشار الاسد وویل، برعکس، د تیر یوه کال راهیسې پر سورې باندې دا فشار اچول شوی چې د لبنان په چارو کې مداخله وکړي. هغه زیاته کړه چې د سیاسي ثبات کیلي په خپله د لبنانیانو په لاس کې ده.

د عربي هیوادونو د رهبرانو دغه غونډه د سوریې په پایتخت دمشق کې روانه ده.

په دغه غونډه کې د مصر د جمهور رئیس حسني مبارک، د اردن پاچا عبدالله او د لبنان صدراعظم فواد سنیورا په گډون یو شمیر د عربي هیوادونو رهبرانو چې له امریکا سره نږدې اړیکې لري، گډون ندی کړی.

دوی پر سورې تور لگوي چې د لبنان په سیاسي چارو کې مداخله کوي.

XS
SM
MD
LG