د لاس رسي وړ اتصالات

سورئې دلبنان په باره کې دهمکاری وعده وکړه


د سورئې جمهور رئیس هغه تورونه رد کړل چې وائې، دی دلبنان په سیاسی حالت کې لاس وهنه کوی. ده زیاته کړه چې دی به په هغو هلو ځلو کې همکاری وکړی چې هدف ئې په گاونډی هیواد کې د سیاسی ستونزی پای ته رسول دی.

د سورئې جمهور رئیس بشار الاسد ددغې جنجالی عالی غونډې د پرانستلوپه وخت کې د پخلا کیدنی په لهجه خبری وکړی.

جمهور رئیس اسد وویل، سوریه دی ته تیاره ده چې دعرب یا غیر عرب د کوښښونو سره همکاری کوی چې هدف ئې دلبنان دستونزی حل وی چې دده په وینا دا د لبنان دملی موافقی په اصولو باندی ولاړوی.

د مصر، اردن اوسعودی عربستان په شمول دعربی ټولنې تقریبآ نیمائې غړو هیوادونو د خپلو مشرانوپه ځای دغې غونډې ته دټیټی سطحی ماموران استولی دی.

لبنان په دغه غونډه کې هیڅ برخه نده اخیستی. ددغو هیوادونو حکومتونو په دمشق باندی تور لگوی چې د لبنان دنوی جمهور رئیس انتخابات دخنډو سره مخامخ کوی.

سوریه وائې، دلبنان په سیاست کې لاس وهنه نه کوی. د عربی عمومی منشی عمر موسئ ددغې عالی غونډی د پرانستلو په وخت کې وویل، هغه به خپلو کوښښونو ته دوام ورکړی چې دلبنان دنوی جمهور رئیس دانتخاباتو په مخکې پراته خندونه لیری کړی.

د نومبر د میاشتی نه راپدی خوا لبنان جمهور رئیس نه لری. ښاغلې موسئ دا خبره هم وکړه چې ښائې عربی ملکونه داسرائیلو سره د خبرو په باب پخپل ملاتړباندی بیا له سره کتنه وکړی.

عرب ډیپلوماتان وائې، ښائې چې دوی دسولی دخبرو په باره کې خپل پیشنهاد بیرته واخلی چې وائې، که اسرائیل د١٩٦٧ م کال دعربو داسرائیلو د جنگ نه د مخه سرحدو نو ته په شاشی نو د هغې په بدل کې ټول عربی هیوادونه د اسرائیلوسره عادی روابط ولری.

اسرائیلو دغه پیشنهاد ندی منلی مگر ویلی دی چې د خبرو لپاره اساس کیدای شی. ښاغلې موسئ وویل، دغه پیشنهاد به دیو نامعلوم وخت لپاره همداسی دوام ونکړی.

د اسرائیلو د کابینی یو وزیر ددی هفتی په سر کې وویل، اسرائیل کوښښ کوی سوریه بیرته دخبرو میزته راولی چې د گولان د لوړلو د سپارلو په بدل کې ددمشق سره دسولې موافقه وکړی.

مگر داسی ښکاری چې جمهور رئیس اسد د اسرائیلو او فلسطینیانو دجنجال دیو جامع حل د نه موجودیت په صورت کې دسولی د جدا موافقی مفکوره یغ په نیغه رده کړه.

هغه وویل، سوله به ترهغې پوری ټینگه نشی ترڅوپوری چې دعربوله اشغالشوو ځمکونه په بشپړ توگه اسرائیل نوی وتلی او ټول حقوق نوی ورکړل شوی.

د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس په اسرائیلو باندی انتقاد وکړ چې د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د کورونو جوړولو ته همداسی دوام ورکوی او وائې، دا کار د فلسطین دعملی دولت دجوړولو پلانونو ته تاوان رسوی.

هغه وویل، خبری دوام نشی پیدا کولای په داسی حال کې چې دده په قول په فلسطینی ځمکې کې داسرائیلو بولدوزرونه گرځی اود ناقلینو لپاره کورونه جوړوی او هره ورځ د اسرائیلو نظامی عملیات دوام لری.

ده دغزی په تړانگه باندی چې دجون د میاشتی نه راپدی خوا د حماس د افراطی ډلې په لاس کې ده، د اسرائیلو نظامی حملی هم وغندلی.

اسرائیل وائې، ددغو حملوهدف د اسرائیلو په ښارگوټو باندی چې دغزی تړانگې سره نژدی پراته دی، د افراطی فلسطینیانو د توغندیو او راکټلنچرونو د حملو بندول دی.

دغه عالی غونډه نن دیکشنبی په ورځ روانه ده او توقع ده چې دوام پیدا کړی .

XS
SM
MD
LG