د لاس رسي وړ اتصالات

د زېمبابوې د هېواد د ملى انتخاباتو ابتداېې نتاېج


د زېمبابوې دهېواد د ملى انتخاباتو ابتداېې نتاېج ېوداسى حالت څرگندوى چې د مخالف گوند او حکومت ترمنځ هېچا هم قاطع اکثرېت ندى گټلى.

دغه انتخابات د زېمبابوې د پارلېمان لپاره کېږى. د زېمبابوې د انتخاباتو د کومېسېون چارواکېو نن وېل چې د واکمن گوند زانو پى اېف ېعنى د اوسنى جمهور رئېس رابرت موگابې گوند او د د مخالف گوند چې د دېمکراتېکو بدلونو نو تحرېک نومېږى هرېوه دولس چوکى گټلى دى.

د موگابې په پارلېمان کې ټولې ٢١٠ چوکى دى. په زېمبابوې کې دا سى قانون نشته چې له څلوېښت ساعتونو نه مخکى دې د انتخاباتو نتاېج اعلان شى.

د دېمکراتېکو بدلونو نو تحرېک نن بېا اعلان وکړ چې دوى انتخابات گټلى دى. دغه گوند وايي چې ددوى کاندې مورگن تسوا نگېراى، له اوسنى جمهور رئېس رابر ت موگابى نه د شپېتو او دېرشو فېصدو په شاو خواکې مخکى دى.

رپوټ وايي دانتخاباتو په نتاېجو کې ، ځنډ دا شکونه را پېدا کړېدى چې گنى د انتخاباتو په نتاېجو کې لاسوهنه شوېده.

XS
SM
MD
LG