د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پولیسو یو طالب قومندان بیرته ونیو


د افغانستان پولیس وايي دوی هغه طالبان قومندان بیرته نیولی دى چې مخکى دوه ځلې د حکومت له زندان څخه تښتیدلی و.

د هلمند د امنیت قومندان محمد حسین انډیوال نن د سه شنبې په ورځ وویل ملا نقیب الله یې د دوشنبې په ورځ لښکرگاه ته نږدې په یوه جگړه کې ونیوه.

هغه وویل، ملا نقیب الله د یاغیانو د هغې ډلې رهبري کوله چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستی و او د پولیسو پر یوه گزمه یې حمله وکړه.

په جگړه کې درې ‏طالب یاغیان وژل شوي او لږ تر لږه دوه پولیس او پخپله ملا نقیب الله زخمیان دي.

ملا نقیب الله څو میاشتې وړاندې د افغانستان د استخباراتو له بند څخه وتښتید. دوه کاله مخکې هغه په کابل کې د څرخي پله له زندان څخه په تیښته بریالی شوی و.

XS
SM
MD
LG