د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه افغانستان ته عسکر استوی


په بخارست کې د ناټو د مهمی عالی غونډې نه یوه ورځ مخکې د فرانسی حکومت اعلان وکړ چې افغانستان ته به څو سوه عسکر واستوی چې په دغه هیواد کې د ناټو عملیات قوی کړی.

د فرانسی محافظه کار حکومت دغه فیصله کړیده چې افغانستان ته عسکر استوی. د حکومت مخالف سوشیالست گوند په پارلمان کې په دغه پریکړه باندی کلک انتقاد وکړ او دغه اقدام په فرانسه کې جنجال پیدا کړیدی.

د عامه افکارو تازه سروی ښئ چې ٦٨ فیصده فرانسویان افغانستان ته دعسکرو دلیږلو مخالف دی.

مگر د فرانسی صدر اعظم، فرانسس فیلون، پارلمان ته وویل، په داسی هیواد کې عسکر ضرور دی چې هلته د ناټو عسکر د یاغی طالبانو سره په جگړه اخته دی.

فیلون وویل: "که فرانسه له افغانستان نه خپل عسکر اوباسی نو ددی معنئ به دا وی چې فرانسه خپل مسؤلیت نور سرته نه رسوی او د خپلو متحدینو سره خپل روابط شلوی. ددی معنئ به دا وی چې فرانسه د افغانستان د سرنوشت پروا نه کوی."

د فرانسی جمهور رئیس نیکولاس سرکوزی تیره هفته اعلان وکړ چې پاریس به خپلو یو زرو شپږسوو عسکرو ته چې په افغانستان کې وظیفه سر ته رسوی تازه دم عسکر ولیږی، مگر د هغه صدر اعظم دڅو سوو عسکرو پیشنهاد کړیدی چې داسی ښکاری چې دا د هغو یوزر عسکرو نه کم دی چې په مطبوعاتو کې ئې اوازی خپری شوی وی.

مگر د ناټو د چارو ماهر او په پاریس کې د سوربون د پوهنتون استاد فریدریک بوزو وویل، د ناټو مشران به چې نن په بخارست کې غونډه کوی، په دغو تازه دم عسکرو باندی خوشحاله شی.

پروفیسر بوزو وائې: "زه فکر کوم چې دغه اقدام به امریکا او هغه متحدین وستائې چې په افغانستان کې ډیر کارونه سرته رسوی. اصلی خبره داده چې ددغو عسکرو په لیږلو سره د فرانسی په دریځ کې فرق راځی."

کاناډا په افغانستان کې په یو شرط خپلو عسکرو دیره کولو ته دوام ورکوی چې نور هیوادونه زر تنه نورعسکرورته ورولیږی.

له بل پلوه د فرانسی صدر اعظم فیلون وویل، پاریس به د گرجستان او اوکرائن غوښتنه ونه منی چې غواړی په ناټو کې شامل شی.

واشنگټن په ناټو کې د گرچستان او اوکرئن په غړیتوب باندی ټینگار کوی مگر د فرانسی او المان په شمول یو شمیر اروپائې هیوادونه د روسېې د مخالفت له کبله تر یو حده پوری پدی باره کې خپل نظر نه څرگندوی.

مگر جمهور رئیس سرکوزی پیشنهاد کړیدی چې ښائې فرانسه د ناټو په نظامی څانگه کې بیا شامله شی مگر پروفیسر بوزوپدی عقیده دی چې ددی هفتی د ناټو په غونډه کې پدی باب به کوم حرکت ونه شی.

دی وائې، احتمال نلری چې پاریس د بل کال تر سره پوری په نظامی څانگه کې د بیا شاملیدوپه برخه کې ټینگه فیصله وکړی.

XS
SM
MD
LG