د لاس رسي وړ اتصالات

بش په افغانستان کی د ناتو په برېالېتوب تاکېد وکړ


د امرېکا جمهور رېس جورج بش نن ېوار بېا په افغانستان کی د ناتو د اوسنی مامورېت د برېالېتوب په اهمېت باندی تاکېد وکړ.

ښاغلي بش او د رومانېا جمهور رېس، ټرېان بسېسکو، دواړو د خپل ملاقات نه وروسته خبرېالانو سره خبری کولی.

هغه د سری بحری په غاړه د رومانېا په نېټن تفرېحی ځای کی د رومانېا د جمهور رېس سره د خپل ملاقات نه وروسته د ناتو د ځېنو غړو ددی وعدو په باب خپل اطمینان څرگند کړ چه افغانستان ته به د نظامی عملېاتو لپاره تازه دم عسکر ولېږی.

هغه په خاص ډول د فرانسی ډېر زېات تعرېف وکړ. د رومانېا جمهور رېس هم ووېل چه په افغانستان کی به د ناتو د اوسنی مامورېت ناکامی د ناتو تړون کمزوری کړی او د نړئ د نورو ملکونو امنېت به هم د گواښ سره مخامخ شی.

امرېکا جمهور رېس جورج بش نن په بخارست په غونډه کی د ناتو نه وغوښتل چه د ختېز په لوری دې خپلې پراختېا ته دوام ورکړی.

هغه البانېا، کروېشېا او مقدونی ته هم بله ورکړه چه په ناتو کی شامل شی. ښاغلي بش د ناتو د مشرانو عالی غونډې ته په خپله وېنا کی ووېل چه ېوکراېن او گورجستان دواړه باېد د ناتو د غړېتوب په لوری سوق شی او د ناتو د ټرون د غړېتوب دروازه باېد د ټولو هغو اروپاېې دېموکراسېو په مخه خلاصه شی، چه په دې سازمان کی د شاملېدلو هېله لری.

د پخوانی شوروی اتحاد دا دواړه پخواني جمهورېتونه، ېوکراېن او گورجستان غواړی چه په ناتو کی شامل شی، مگر روسېه ددی عمل سره ډېر کلک مخالفت لری او هم ېې د ختېز په لورې د ناتو د تړون د پراختېا سر خپل شدېد عکس الاعمل ښکاره کړی دی.

همدا راز، ښاغلي بش نن په روسېه باندی غږ وکړ چه په مرکزی اروپا کی دې د امرېکا له خوا د توغندو د دفاعی نظام د نصبولو د پلان سره خپل مخالفت پای ته ورسوی، ځکه چه د اېران په شان د ېو شمېر هېوادونو د هغو بالېستکی توغندو د خطر دفع کولو لپاره دا پلان ضروری دی چه غواړی اروپا تر خپل هدف لاندی ونېسی.

ښاغلي بش ووېل چه د روسې د جمهور رېس سره به د خپل ملاقات په وخت ېو وار بېا هغه ته دا خبره وکړی چه د ساړه جنگ زما نه نوره ختمه شوی ده او روسېه او امرېکا اوس دښمنان نه دي.

XS
SM
MD
LG