د لاس رسي وړ اتصالات

هارپر 'اطمینان' لری چه د ناتو متحدېن به د افغانستان جنوب ته خپل عسکر ولېږی


د کاناډا صدر اعظم، سټېفن هارپر، واېې اطمنان لری چه د ناتو متحدېن به د افغانستان جنوب ته خپل عسکر ولېږی.

ښاغلي هارپر پرون په بخارست کی په داسی حال کی چه د افغانستان جمهور رېس حامد کرز ی ېې هم څنگ ته ناست ؤ، ووېل چه د فرانسی د جمهور رېس، سرکوزي، د غېر ېقنی وعدې سره سره، ډاډه دی چه ناتو به د افغانستان جنوب ته تازه دمی قواوی ولېږی.

د کاناډا صدر ا‏عظم ووېل که څه هم د فرانسې د جمهور رېس وعده ډېره پخه نه ښکاری، خو بېا هم دې ډاډه دی چه په راتلونکو څو هفتو کی به نوي عسکر راورسېږی، ځکه چه په دی باب په بخارست کی د ناتو د مشرانو ترمنځ ډېره سلا مشوره شوی ده.

د روېټرز خبری اژانس واېې کاناډا گواښ کړی دی که نور ملکونه طالبانو سره د جنگ لپاره خپل عسکر جنوبی ولاېتونو ته ونه لېږی، خپل عسکر به وباسی.

XS
SM
MD
LG