د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مشري قواو په افغانستان کی څو تنه یاغیان وژلي دي


په افغانستان کی د امریکا په مشري قواوي وایی چی د هلمند په ولایت کی یې څو تنه وسله وال یاغیان وژلي او څلور تنه یې نیولي دي.

په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی عسکرو په سیمه کی د طالبانو یو مشر لټاوه چی په دې وخت کی ډزي ورباندی وشوې.

ائتلافي قواو متقابلی ډزي وکړې او څو تنه یې په کی ووژل. په هلمند کی د ائتلافی قواو او یاغیانو تر منځ سختي جگړې رواني دي.

په دې ولایت کی دغه راز ډیر زیات کوکنار کرل کیږی او د اپیمو په تولید کی د نړۍ تر ټولو غټه سیمه ده.

په امریکا کی دیره د سایټ په نامه یوه سازمان چی د تروریستانو معلومات او څارنه کوی تیره هفته وویل چی د پسرلي په را رسیدو سره به په افغانستان کی په ائتلافي قواو باندي خپلي حملې زیاتي کړی.

د ٢٠٠١ کال را پدې خوا چی د طالبانو رژیم د امریکا په مشري قواو له خوا را نسکور سو، تیر کال په افغانستان کی تر ټولو خونړی کال و.

XS
SM
MD
LG