د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٨٩ د اپرېل پر دوهمه نېټه د روسیې مشر میخایل گورباچیف...


د کال ١٩٨٩ د اپرېل پر دوهمه نېټه د روسیې مشر میخایل گورباچیف د شوروی اتحاد او کیوبا د اړېکو د بهترولو او د هغه هیواد د جمهور ریس فیدل کاسترو سره د لیدلو په منظور هاوانا ته ورسېدی.

کاسترو په شوروی اتحاد کی د گورباچیف اقتصادی او سیاسی اصلاحلاتو ته بدبین وو، د بلی خوا روسیې پخپله دونه زیاتی اقتصادی ستونزی درلودلې چی د کیوبا سره یې پراخو مالی مرستو ته دوام نه سو ورکولای ځکه نو د دوی د غوندډی په نتیجه کی چندانی مهمی موافقې ترلاسه نه سوې.

کاسترو د گورباچیف ډېر تود هرکلی وکړ، خو د هغوی ترمنځ خبری ځکه ډېر ژر سړې سوې چی دا سی څرگنده سوه چی گورباچیف کوښښ کوی کاسترو په دې قانع کړی چی په خپل هیواد کی هم اقتصادی او سیاسی اصلاحات راولی او داسی یې وښودله چی روسیه ښایی په راتلونکو کلونو کی د کیوبا سره خپلی اقتصادی مرستی نوری هم کمي کړی.

گورباچیف له کیوبا څخه روان سو، کاسترو له هغه سره په مخه ښې وکړه خو گورباچیف په دې سفر کی هیڅ ترلاسه نه کړه.

البته گورباچیف دې ته چندانی وخت هم نه درلود چی د کیوبا او شوروی پر اړېکو باندی غور وکړی. په شوروی اتحاد کی هم ډېر ژر سیاسی او اقتصادی ستونزی پیل سوې او گورباچیف په کال ١٩٩١ کی استعفی وکړه او کاسترو لا نور هم په قدرت کی پلاته وو.

XS
SM
MD
LG