د لاس رسي وړ اتصالات

البانېا او کروشېا به د ناټو په اتحآد کې گډون وکړى


د ناټو مشرانو البانېې او کروشېا ته بلنه ورکړېده چې په ناټو کې دغړېتوب خبرى پېل کاندى، خو د مقدونېې په برخه کې ېې اقدامات ترهغه وخت پورې ځنډولى دى چې له ېونان سره ددغه هېواد په نوم باندى جنجال حل کاندى.

د ناټو عمومى منشى ېاپ دې هاپ شېفر نن په بخارست کې د ناټو په عالى مجلس کې دا اعلان وکړ.

هغه دا اعلان هم وکړ چې دا اتحاد په دې برخه کې هم متعهد دى چې بالاخره ېوکراېن او جورجېا په غړېتوب ومنى خو دا پرېکړه ېې کړېده چې هغوى تر اوسه پورې دېته چمتو ندى چې په ناټو کې د گډون بهېر پېل کاندى.

ښاغلى شېفر ووېل د ناټو مشرانو د دغه اتحآد خارجه وزېرانو ته هداېت کړېدى چې د ډېسېمبر په مېاشت کې دهغوى په پرمختگ باندى کتنه وکړى.

د امرېکا جمهور رئېس ښاغلى بش ناټو ته په خپلو خبرو کې هغو هېوادونو ته هر کلى وواېه چې دناټو اتحآد ته نوي رابلل شوېدى.

هغه د مقدونېې د غړېتوب په برخه کې د ځنډېدلو له امله خواشېنى څرگنده کړه. هغه ناټو دېته وهڅوله چې هغه هېوادونه چې په دغه اتحآد کې گډون غواړى له هغوى سره دې په انصاف او برابرى باندى چلندوسى.

XS
SM
MD
LG