د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ځان مرگه په هلمند کی درې پولیسان وژلي دي


د هلمند د ولایت د پولیسو قوماندان محمد حسین انډیوال وایي چی یوه ځان مرگه بم چونکي نن د جمعې په ورځ په لښکر گاه کی د پولیسو یوه موټر ته نژدې ځان په بم والوځاوه ، درې پولیسان یې ووژل . په دې پېښه کی یو ملکی سړی هم وژل سوی او درې تنه نور زخمی شوي دي .

تر اوسه چا څه نه دي ویلی چی دا کار چا کړی دی .

له بلي خوا د ناتو مامورین وایی چی پرون د کنړ په ولایت کی یو ملکی سړی هغه وخت مړ سو چی لارۍ یې چی د ناتو د قواو د موټرو په کتار کی شامله وه د سړک په غاړه په یوه ښخ سوي بم برابر ه شوه .

دغه راز د پجشنبې په ورځ د کندهار په ولایت کی د ناتو قواو چی گزمه یې کوله په یوه موټر باندی ډزي وکړې ، یو ملکي سړی یې وواژه او درې تنه یې زخمی کړل .

ناتو وایی چی گزمې د ځان ددفاع په خاطر په دې موټر باندی چی د هغې امر یې ونه مانه چی ودریږی ډزي وکړې .

XS
SM
MD
LG