د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په افغانستان کې ١٥ ېاغېان ووژل


د افغانستان د حکومت چارواکی وایی چی د افغانستان په جنوب کی افغانی او ناتو قواوو په جلا حملو کی ١٥ یاغی طالبان وژلی دی.

د افغانستان د دفاع د وزارت په خبرلیک کی ویل شوی چی دغه نښتی د شنبی په ورځ د کندهار د زیړی په ولسوالی کی شوی دی.

افغانی،ناتو او امریکایی قواووی د طالبانو او نورو یاغیانو سره د افغانستان په جنوبی او ختیځو سیمو کی چی په دی سیمو کی دوی ټینگی مورچی لری په جگړه بوختی دی.

همداشان د شنبی په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلی چی د طالبانو یو قوماندان یی نیولی چی د امریکا ،ناتو او افغان په قواوو باندی یی د حملو سازماندهی کوله.

دغه وزارت ویلی چی عبدالجبار هغه وخت ونیول شو چی د پاکستان په لور روان و. ده د طالبانو د مشر ملا منصور دادالله چی مخکی نیول شوی و د مرستیال په حیث دنده درلوده.

XS
SM
MD
LG