د لاس رسي وړ اتصالات

مالکى اخطار ورکړ چې ملا مقتدا الصدر به په سېاست کې له گډون نه منع کړى


د عراق صدر اعظم نورى المالکى وايي که چېرې مقتدا الصدر غواړى چې په سېاسى بهېر کې برخه واخلى نو پکارده چې خپلې ملېشى منحل کړى.

ترهغې وروسته دا تحرېک کولى سى چې په سېاسى بهېر کې شامل شى.

ښاغلي مالکى د امرېکا ېوه خبرى تلوېزېون سى ان ان ته ووېل چې د الصدر پلوېان به په دې قادرنه وى چې په راتلونکېو انتخاباتو کې برخه واخلى مگر دا چى د مهدى پوځ منحل کاندى.

دا لومړى ځل و چې مالکى پر ملېشو باندى د غږ کولو په برخه کې چې خپلې وسلى کېږدى د مهدى پوځ په جلا ډول په گوته کړېدى.

د الصدر نطاق دغه اخطار سمدلاسه رد کړېدى. هغوى ووېل چې مالکى ددى حق نلرى چې دعراق د انتخاباتوپه بهېر کې لاسوهنه وکړى.

د الصدر پلوېان دا نېت لرى چې د سږکال په ولاېتى انتخاباتوکې د کال په اخر کې برخه واخلى. رپوټ وايي همدغه انتخابات په عراق کې قدرت سره ووېشلى او شرېکولى شى.

د عراق اوامرېکا قواوې له ملېشو سره په په تېرو اونېو کې چې زېاتره ېې دمهدى دپوځ دى، په بغداد او د بصرې په جنوبى ښار کې په جگړه بوختى دى.

د بغداد د صدر په ښار کې هم د ېکشنبى په ورځ د مرگ ژوبلى نوې څپې پېل شوې. تردې ېوه اونى مخکى ملا مقتدا الصد ر د اوربند لپاره غږ کړى و.

دعراق چارواکى وايي چې لږ تر لږه دوه وېشت کسان په دغو جگړو کې وژل شوېدى.

XS
SM
MD
LG