د لاس رسي وړ اتصالات

د کېنېا جمهور رئېس خپل سفر هند ته فسخ کړېدى


هغه کوشش کاوه چې هغه سېاسى معامله تکمېل شى چې د قدرت د شرېکولو لپاره ېوه کابېنه جوړه شى چې په کېنېا کې سېاسى شخړې پاېته ورسېږى.

ټاکل شوېده چې د کېنېا جمهور رئېس مو وى کېباکى او مخالف سېاسى مشر رېلا اوډېنگا نن بېاله ېو بل سره ملاقات وکړى چې دغه کابېنه جوړه کاندى.

دغو دواړو مشرانو ووېل چې دوى دنېروبى په خبرو کې دېادونى وړ پر مختگ کړېدى خو د نوى کابېنى د وزېرانو اعلان ېې ځنډولى دى.

ټاکل شوې وه چې ښاغلى کېباکى نن هند ته ولاړ شى چې دافرېقا او هند د مشرانوپه عالى غونډه کې گډون وکړى.

وېل کېږى چې د قدرت د شرېکو لو په کابېنه کى به ښاغلى اوډېنگا د کېنېا صدر اعظم وى.

XS
SM
MD
LG