د لاس رسي وړ اتصالات

زابل: د بیا رغونی ١٧ کار کوونکی وژل شوی دی


په زابل ولایت کی د طالب ملیشو د حملو په ترڅ کی د بیارغونی ١٧ کارکوونکی وژل شوی او په لسهاو تنه نور ټپی شوی دی.

بل خوا امریکایی ځواکونه د افغانستان په جنوبی سیمو کی د څو طالب جنگیالیو د وژل کیدو خبر ورکړ.

او د یو بل خبر په اساس، امریکایې مامورینو د کیوبا په گوانتانامو زندان کې پر یو افغان بندي باندې

لگول شوي تورونه تائید کړل.

دا شخص چې محمد کمین نومیږي په افغانستان کې پر امریکایې قواو باندې په ترهگرو بریدونو کې په لاس لرنه تورن دی.

پوځي څارنوالانو د دوشنبې په ورځ وویل چې په محمد کمین باندی جرم تثبیت شوی او ځانگړی پوځي محکمی ته به وړاندې شي چې د بوش د حکومت لخوا د مشکوکو تروریستانو لپاره جوړه شوی ده.

XS
SM
MD
LG