مارین پریل د دانیل پیریل میرمن وه چې دواړو د سپتمبر له یولسمی نیټې وروسته په پاکستان کې خبریالي کوله.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دانیل پیریل د تښتول کیدو او د دانیل د خوشی کیدو لپاره د هغه د میرمنی د هلو ځلو په اړوند یو فلم هم جوړ شوی دی.
د تښتوونکو لخوا د دانیل پیریل وژل کیدو ټوله لویدیځه نړۍ ولړځوله.
ددی ټولو ناخوالو سره سره مارین پریل د نورو ښځو لپاره د خدمت کولو لار خپله کړی ده.