د لاس رسي وړ اتصالات

کراچئ: په نښتو کی اوه کسان وژل شوی دی


د پاکستان پولېسو نن راپور ورکړ چه په کراچئ کی د جمهور رېس پروېز مشرف د طرفدارانو او مخالفانو ترمنځ په نښتو کی، اوه کسان وژل شوی دی.

په دی نښتو کی د مشرف طرفدار او مخالف مدافع وکېلانو هم گډون کړی ؤ. پولیس واېې چه پنځه سوځېدلی مړي ېې د ېوې سوځېدلې ودانئ نه راوېستل او دوه کسان په ډزو کی لگېدلی دي.

دا نښتی ېوه ورځ وروسته د هغې وشوی چه د مشرف مخالفو مدافع وکېلانو، په ېوه پخوانی وزېر او د مشرف نږدی ملگری شېر افغان نېازی، باندی په لاهور کی حمله وکړه.

د پاکستان د نوي حکومت مشرانو قول کړی دی چه مشرف به د قدرت نه لېری کوی او هم به هغه قاضېان بېرته په خپلو منصبونو باندی مقرر کړی چه ښاغلي مشرف تېر کال په زور لېری کړی ؤ. په اوسنی حکومت کی ټول د مشرف مخالفان ناست دی.

XS
SM
MD
LG