د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس بوش د افغانستان د والیانو سره وکتل


جمهور ریس بوش د افغانستان د والیانو سره وکتل او په هغه هیواد کی یې د امنیتی او اقتصادی پرمختگونو په باب خبری ورسره وکړې.

د سپینی ماڼۍ خبریال سکاټ سټرنز رپوټ راکوی چی جمهور ریس بوش غواړی چی ناټو د حامد کرزي د حکومت د ملاتړ لپاره نور پوځیان هم واستوی.

جمهور ریس بوش د افغانستان له هغو اتو والیانو سره چی د متحده ایالاتو دوره کوی وکتل. دی وایی دوی د بېکاری او د کابل د ځواني ډیموکراسی د پاره د امنیت د بهترولو په باب وږغېدل.

بش وی ویل: "یو له هغو شیانو څخه چی په ډیموکراسی کی ډېر اهمیت لری، هغه دا خبره ده چی محلی حکومتونه او اداره ډېره غښتلې وي او صادقانه کار وکړي، تر څو خلک د ډیموکراسی گټه په سترگو ووینی. دا په افغانستان کی گران کار دی. مگر ما دغو والیانو ته وویل چی زه فکر کوم دا یو لازمي کار دی."

د ناټو د تړون ټول غړي هیوادونه په افغانسنان کی پوځیان لری. مگر ځینی یې خپلو پوځیانو ته یوازي په هغو محفوظو سیمو کی د فعالیت اجازه ورکوی چی د طالبانو سره د جنگونو احتمالات کم وي.

جمهور ریس بوش ددې میاشتی په سر کی د ناټو د مشرانو په عالی غونډه کی یو ځل بیا د ناټو پر غړو ږغ وکړ چی د جنگ جبهو ته زیات پوځیان واستوی.

د ناټو د تړون مشرانو ژمنه وکړه چی افغانستان ته به څه باند یاته لس سوه نور پوځیان ولېږی. ډنمارک وایی په افغانستان کی به د روان کال تر نیمایی پوری هم د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړي او هم به هیلی کوپټرونه ور ولېږی او فرانسې وویل چی افغانستان ته به څو سوه نور پوځیان ولېږی.

پولینډ ژمنه وکړه چی اته هیلی کپوټرونه او څلور سوه نور عسکر به افغانستان ته واستوی. ایټالیې، رومانیې او یوانان موافقه وکړه چی د افغانستان د پوځیانو د روزلو دپاره به افراد ولېږی.

XS
SM
MD
LG