د لاس رسي وړ اتصالات

"په عراق کې د امرېکا موجودېت ددې سبب شوېدى چې په افغانستان کې فرصتونه له لاسه ورکړل شى"


په عراق کې د امرېکا لوړ پوړه قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرې ېس او سفېر رېان کراکر خبردارى ورکوى چې له عراق نه دې په بېړه باندى ډېر عسکر ونه اېستل شى.

دغو دواړو لوړ پوړه چارواکېو د امرېکا د مشرانو جرگې د وسله والې جرگه گۍ او بهرنېو اړېکو د جرگه گۍ په مخکى گواهى ورکړه.

جنرال ډېوېډ پېټرې ېس په عراق کې پرمختگ کمزورى وباله او وې ېل چې دا پرمختگ بېرته په شاتللى شى. هغه په عراق کې د امرېکا د دوامدار نظامى موجودېت غوښتنه وکړه او له دېنه ېې ډډه وکړه چې د جولاى د مېاشتى نه وروسته دې د هغو جنگى غونډونو د وتلو د شمېر اټکل وکړى چې تېرکال هلته لېږل شوى ول.

جنرال پېټرې ېس ووېل: "ماخپلو مشرانو ته ووېل چې موږ به د هغو اضافى عسکرو وتلو ته ادامه ورکړو او کله چې په جولاى کې د اضافې عسکرو وتل بشپړ شى نو موږ به پنځه څلوېښت ورځى د امنېتى حالاتو څارنه وکړو او د ثبات لپاره به ېې کاروکړو."

جنرال پېټرې ېس د خپلو خبرو په لړ کې ووېل چې د ډېرو عسکرو اېستل او هغه هم په بېړه باندى دعراق امنېت او سېاست له خطر سره مخامخولى شى.

هغه دا هم ووېل چې د تېرکال د سېپتمبر د مېاشتى راهېسى په عراق کې د ملکېانو مرگ په کافى اندازه کم شوېدى او د اېتلاف قواو د القاعده په سخت درېځى ډلى باندى په عراق کې سخت گوزارونه کړېدى.

په عراق کې د امرېکا سفېر رېان کراکر په دې موافقه وکړه چې په عراق کې امنېتى حآلت په عمومى صورت ښه شوېدى.

هغه ووېل: "په تېرو اوو مېاشتو کې چې څومره پر مختگونه شوېدى، هغوى زما دا احساس تقوبه کړېدى چې د ا بهېر په مثبت لورى روان دى. که څه هم غټى ستونزى لا په مخکى پرتې دى او پرمختگ په ټولو برخوکې برابر ندى او اکثره وخت په خواشېنوونکى توگه سوکه وى. خو سره له دې هم پر مختگ شته دى."

په امرېکا کې د جمهورى رېاست د درى کاندېدانو له جملى نه سناتور جان مکېن د سه شنبى په ورځ ووېل چې که له عراق نه د امرېکا عسکر مخکى له وخت نه واېستل شى، نو د ده په وېنا دا به د اخلاقى او سېاسى مشرتابه ناکامى وي.

سناتور مکېن د امرېکا د جمهورى رېاست کاندېد وايي: "په عراق کې د امنېت د تامېنولو وظېفه لا تر ېوه وخت پورې خلاصه شوې نده. ځکه چې په دې نېژدى ورځو کې د بصرى جگړو دا کار په ښته توگه څرگند کړ. موږ نور د ناکامى په توره کنده کې نه گورو بلکه اېنده ته گورو او د کامېابى رېښتونى امکان ته گورو."

سناتورې هېلري کلنټن ووېل په عراق کې د امرېکا د عسکرو موجودېت ددې سبب شوېدى چې په افغانستان کې فرصتونه له لاسه ورکړل شى او موږ د نارېنه او ښځو په بڼه چې دامرېکا نظامى ېونېفورم اغونډى ېو بې شانه غټ قېمت تادېه کوو.

سناتوره هېلرى کلنټن وايي: " زه فکر کوم، هغه وخت را رسېدلى دى چې د عسکرو د وتلو ېو منظم بهېر پېل شى. د خپلو عسکرو تقوېه کول پېل کړو او هغو ستونزوته متوجه شو چې له افغانستان نه او د ترهگرانو د نړېوالو ډلو په واسط منځته راغلى دي اود هغو نورو ستونزو په حل باندى تمر کز وکړو چې امرېکا ورسره مخامخ ده."

د امرېکا د جمهورى رېاست لپاره بل کاندېد سناتور براک اوباما هم له جنرال پېټرې ېس او سفېر رېان کراکر نه پوښتنى وکړې.

هغه ووېل: "زه لا تر اوسه پورې هم په دې عقېده ېم چې هغه اولنى فېصله چې عراق ته ور ننوزو ېوه ستره ستراتېژېکه اشتباه وه.

هغه دوه ستونزې چې تا ېې په عراق کې موجودېت ذکر کړ ېوه په عراق کې دالقاعده موجودېت او بله په سېمه کې داېرانېانو اثر او رسوخ، هغه دواړه د اولنى فېصلى مستقېمى نتېجى دى."

سناتور اوباما او سناتوره هېلرى کلنټن دواړه وايي چې د عراق مشران دېته ضرورت لرى چې دخپل هېواد د اېنده لپاره ډېر مسوولېت ته اوږ ه ورکړى.

دغو دواړو دېموکراتو کاندېدانو وعده وکړه چې که د جمهورى رېاست لپاره انتخاب شول نو سمدلاسه به له عراق نه دعسکرو په په را اېستلو باندى د ېو مهال وېش له مخى پېل وکړى.

XS
SM
MD
LG