د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعدې ېو غړې د افغانستان او پاکستان سرحد سره نږدی 'مړ شوی دی'


ېو امرېکاېې مامور واېې چه د القاعدې ېو هغه غړې چه گومان کېږی په دوه زره پنځه مېلادی کال کی ېې په لندن کې د اورگاړی او سروېسونو په سټېشن کی د بمونو د خلاصولو په پلان کی مرسته کړی وه، مړ شوی دی.

دغه مامور چه نوم ېې نه دی ذکر شوی امرېکا غږ ته نن ووېل چه ابو عبېده المصری په خپل مرگ باندی د افغانستان او پاکستان سرحد سره نږدی مړ شوی دی.

په المصری باندی ېو الزام دا هم ؤ چه هغه غوښتل په کال شپږ د پاسه دوه زره مېلادی کی د اتلانتېک د بحر د پاسه ېوه تجارتی اوتله رانسکوره کړی.

مخکی دا راپور ورکړل شوی ؤ چه المصری په کال دوه زره شپږ مېلادی کی په پاکستان کی دېوې هواېې حملی په لړ کی وژل شوی ؤ.

په عېن وخت کی د افغانستان د حکومت ماموران واېې چه په هلمند او زابل کی اوه طالبان او ېو پولس وژل شوی دی.

د سه شنبی د ورځی نه تر اوسه پوری، په زابل کی دري دېرش کسان وژل شوی دی. په وژل شوی کسان کی، د سړک د جوړولو اولس کارگران، اوه طالبان او د حکومتی او اېتلافی قواو په ځوابی حمله کی هم ووژل شول.

د ناتو ېو عسکر هم پرون د سړک د غاړې د بم په چاودنه کی مړ شو.

XS
SM
MD
LG