د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: په جنوب کې اته ملکی کسان وژل شوي دي


پولیس وایې د افغانستان په جنوب کې د ناټو په کاروان د موټر بم ځان مرگي برید له امله اته ملکی کسان وژل شوي او دوه ویشت نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندان سید اقا ثاقب په وینا، ځان وژونکي سړي هغه وخت ځان مرگي حمله وکړه چې د ناټو کاروان یې د څنگ نه تیر شوی و.

په جنوبي سیمو کې د ناټو ویاند وویل چې د ناټو پوځیانو ته د زیان رسیدو کوم رپوټ ندی رسیدلی خو وایې چې اته ملکی کسان وژل شوي او شا و خوا ډیر شمیر دوکانونه هم ویجاړ شوي دي.

ښاغلي ثاقب وویل چې په ټپیانو کې دوه پولیسان هم شامل دي او د اوه تنو حالت د اندیښنی وړ دی. طالب وسله وال په دا ډول بریدونو تورن دي اود دغو بریدونو زیات قربانیان ملکي کسان وي.

او د یو بل خبر په اساس، نن د بګرام په نظامي اډه کې چې د امریکا د متحدو ایالاتو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د قوماندې مرکز دی، د ختیځو ولایتونو لپاره نوې قطعې د ماموریت بیرغ ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG