د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: د امریکایې هلیکوپترو په بمبارد کې څلور کسان وژل شوي دي


عراقي پولیس وایې تیره شپه، د بغداد په صدر ښار کې د امریکایې هليکوپترو په بمبارد کې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا په وژل شوو کسانو کې دوه تنه ورونه و چې یو د اوه کالو او بل د نهو کالو و. خو امریکایې پوځ ویلي چې د سمیې نه پر دوی د ډزو وروسته دوی راکټي بریدونه وکړل او څلور بریدکوونکي یې وژلي دي.

ځایې اوسیدونکي او پولیس وایې چې په دغه هوایې حمله کې نهه کسان ټپیان شوي دي.

په همدی وخت کې د عراقي امنیتي ځواکونو او د شیعه ملا مقتدا الصدر د مهدي په نوم د وسله والو ترمنځ په صدر ښارگوټی کې ډزی روانی دي.

په دغه سیمه کې د څو ورځو راهیسی د شیعه وسله والو د شړلو لپاره د امریکا او عراقي ځواکونو هلی ځلی روانی دي.

XS
SM
MD
LG